د رباني د قتل پلان په بهر کي جوړ سوی وو
سلام خان سلام خان

د افغانستان دملی امنیت ادارې په لومړي ځل خبر ورکړی، چي د سولي د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدين رباني د قتل پلان له ملک څخه د باندي جوړ سوی وو. هغوی وایی چی ملي امنيت د بريد په تړاو يو تن نيولی او د هغه څخه پوښتني گرويږني رواني دي ،د دغه رياست مرستيال تیره هفته په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال وويل، چي د هغه سړي د معلوماتو له مخي چي دوی د بريد په تړاو نيولی ويلای سي، چي د برهان الدين رباني د قتل دسيسه له افغانستان څخه دباندي جوړه سوې وه

د بله لوری د سولي د عالي شورا د دارالانشاه رئيس معصوم ستانکزي د لومړي ځل لپاره پر برهان الدين رباني د سوي بريد وروسته د رسنيو په وړاندي راڅرګند سوی. دی په هغه خونه کي د برهان الدين رباني سره يو ځای و چي ځانمرگی بريد تر سره سوو معصوم ستانکزی هم د پیښی پرمهال به هغه ځای کی موجود وو او سخت ژوبل شوی هم دې ،کابو اته ورځي دمخه د کابل په وزيراکبرخان سيمه کي د برهان الدين رباني د کور په دننه کي ځانمرګي بريد تر سره سو چي د رباني په ګډون يي دوه تنه ووژل او يو شمير نور يي ژوبل کړل

ستانکزی وايي، د طالبانو ښوونکو او مشرانو خپلو ويندويانو ته ويلي، چي د دغه بريد مسوليت په غاړه وانخلی ستانکزي په هغه ويډيويي پته کي چي په  کابل کي  ځینو رینیو ترلاسه کړې په داسي حال کي، چي په روغتون کي بستردی د بريد د صحنې کيسه کړې ده ،نوموړی، چي روغتيايي حالت يي کړکيچن ښکاري د رباني استوګن ځای ته د ځانمرګي بريد کونکي په ورننوتو کي د نوموړي ساتونکي ګرم بولي ،هغه وایی،چی ساتونکو ته یی ویلی ول،چی ټول میلمانه باید سم وپلټل شې ،نوموړي په دغه ويډيو کي ويلي، کله چي بريد کونکی له رحمت الله واحديار سره د برهان الدين رباني کور ته راغی دی له نوموړي سره وو. خو کله چي بريد کونکي رباني ته ور نږدې سو واحديار د کوټې څخه د وتلو هڅه کوله ،دروازه وازه شوه، شاته يي واحديار وو، استاد په ډير اخلاص ورته جګ شو او غيږه يي ورته خلاصه کړله، واحديار له ما سره پوښتنه وکړه او بيرته د دروازي خوا ته روان شو چي ناڅاپه درنه چاودنه وسوه ،ښاغلي ستانکزي په دې اړه چي، طالبانو د دغه بريد مسؤليت ولي پرغاړه نه دی اخيستی د سولي د روان بهير په وړاندي د زور پالو يوه نوې دسيسه بولي ،طالبانو که څه هم له دغه بريد څو شيبي وروسته له رسنيو سره په خبرو کي دا کارد ځان وباله خو د څو ساعتونو په تيريدو يي بيرته رد کړ

د سولي د عالي شورا د دارالانشاه مشر په دې اړه وويل ،د افغانستان د خلکو د غوښتني په مقابل کي دريدل د زوال څرګندونه کوي، زه فکرکوم چي د هغوی ښوونکو به ورته ويلي وي، چي ددغه بريد پړه مه منی او هغه رد کړﺉ ،د سولي دعالي شورا د دارالانشاه رئيس په دغه څو  دقيقه يي ويډيويي پته کي يو ځل بيا له دولت ضد وسله والو سره د خبرو پر دوام ټينګارکوي. په داسي حال کي چي د نظام سياسي مخالفين ورسره مخالفت کوي

ستانکزی وايي، هغه ترهګر داسي بريدونه تر سره کوي، چي نه سي کولاي خپله جنايت کاره څيره بدله کړي

 هغه څوک چي نه سي کولای ځان له يوه مليشه يي، له يوه نظامي، له يوه تروريستي حالت څخه يوه سياسي حالت ته را وباسي هغه به د افغانستان خلکو ته د افغانستان راتلونکي ته څه پيغام ولري ،ډيری افغانان په دې نظر دي، چي د افغانستان لانجه د حل بله لار نه لري بېله دي، چي د سولي خبري وسي. د هغوی په خبره که يې لرلای نو په تيرو څلويښتو کلونو کي به موندل سوې وای

دتیری سې شنبې په ورځ د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر د رباني د وژني په اړه د لومړنيو پلټنو پايلي ولسمشر کرزي ته وړاندي کړې. د دغو پلټنو پايلي ښيي چي د رباني د وژني پلان د افغانستان څخه بهر طرح سوی وو او کيدای سي، چي د دغه پلان په جوړولو کي د طالبانو د کوټي شورا ښکيل وي ،ډيری افغانان پر پاکستان نيوکي کوي، چي استخباراتي اداره يې د ياغيانو څخه ملاتړ کوي ترڅو خپلو اهدافو ته ورسيږي. خو پاکستان تل دغه خبر ردوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي وروسته تر هغه چي تيره اونۍ د سولي د عالي شورا پخوانی مشر برهان الدين رباني ووژل سو د افغانستان د سياسي کارپوهانو او مشرانو سره د افغانستان د سولي د بهير د راتلونکي په اړه خبري کړي ،د ولسمشر سره په غونډه کي د افغانستان د کابيني وزيران، قضاييي قوې غړي، پخواني جهادي قوماندانان او د ولسمشر دواړه معاوينين حاضر ول ،دغو افغان مشرانو پر پاکستان نيوکي وکړي او وويل چي طالبان دومره آزادي نه لري چي يوازي د افغانستان د جګړې په اړه فيصله وکړي او د طالبانو پر ځای يي د اسلام آباد سره د خبرو اترو د ترسره کولو وړانديز وکړ هغوی ویلی دی چی ،د سولي لپاره د وروستيو درو کلنو کوښښونو په ترڅ کي طالبانو زموږ ديني علما، قومي مشران، ښځي، ماشومان، واړه او زاړه شهيدان کړي دي. د رباني په وژلو سره هغوی ددې خبري پخلی وکړ، چي نه سي کولای په يوازيتوب سره پريکړي وکړي. اوس سوال دادی چي موږ بايد د چا سره د سولي خبري وکړو. پای


September 30th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها